جامعہ اسلامیہ علامہ عبدالغنی ٹاؤن چمن
پہ واٹساپ او میسنجر کی دہ لیکلی سلام جواب
سہ فرمایی مفتیان کرام دہ دے مسئلے پہ بارہ کښی!
که څوک په میسنجر یا واټساپ اویا فیسبوک کې لیکلي سلام راولېږي، نو ځواب یې داسې واجب دئ، لکه په خوله چې د سلام ځواب ورکول واجب دي اوبل دستي ځواب په خوله او که په نوشته ډول ورکول ضروري دئ؟-
محترمه په مسئوله صورت کښی په خط کې د لیکل شوي سلام ځواب ورکول واجب دی،دځواب ورکونکي خوښه ده که په خوله ځواب ورکوي او که په لیکلې بڼه یې ځواب ورکوي.که سمدستي یې خط ته د ځواب ورکولو اراده وي، بیا دې په لیکلې بڼه ځواب ورکړي او که سمدستي یې خط ته د ځواب ورکولو اراده نه وي، بیا دې د سلام ځواب سمدستي په خوله ورکړي، هسې نه چې د خط د ځواب سره د سلام ځواب هم پاتې شي او د ځواب نه ورکولو له امله به ګناه ګار شي. او که خط ته د ځواب ورکولو اراده نه لري، بیا دی سمدستي په خوله باندې د سلام ځواب ورکول واجب دي.
لمافي:"ردالمحتار"
(قَوْلُهُ وَيَجِبُ رَدُّ جَوَابِ كِتَابِ التَّحِيَّةِ) لِأَنَّ الْكِتَابَ مِنْ الْغَائِبِ بِمَنْزِلَةِ الْخِطَابِ مِنْ الْحَاضِرِ مُجْتَبًى وَالنَّاسُ عَنْهُ غَافِلُونَ أَقُولُ: الْمُتَبَادَرُ مِنْ هَذَا أَنَّ الْمُرَادَ رَدُّ سَلَامِ الْكِتَابِ لَا رَدُّ الْكِتَابُ. لَكِنْ فِي الْجَامِعِ الصَّغِيرِ لِلسُّيُوطِيِّ رَدُّ جَوَابِ الْكِتَابِ حَقٌّ كَرَدِّ السَّلَامِ قَالَ شَارِحُهُ الْمُنَاوِيُّ: أَيْ إذَا كَتَبَ لَك رَجُلٌ بِالسَّلَامِ فِي كِتَابٍ وَوَصَلَ إلَيْك وَجَبَ عَلَيْك الرَّدُّ بِاللَّفْظِ أَوْ بِالْمُرَاسَلَةِ وَبِهِ صَرَّحَ جَمْعُ شَافِعِيَّةٍ؛ وَهُوَ مَذْهَبُ ابْنِ عَبَّاسٍ وَقَالَ النَّوَوِيُّ: وَلَوْ أَتَاهُ شَخْصٌ بِسَلَامٍ مِنْ شَخْصٍ أَيْ فِي وَرَقَةٍ وَجَبَ الرَّدُّ فَوْرًا؛ وَيُسْتَحَبُّ أَنْ يَرُدَّ عَلَى الْمُبَلِّغِ كَمَا أَخْرَجَهُ النَّسَائِيّ،: (6/415)
وفي:"الموسوعة الفقهية"
(وَقَال الْقُرْطُبِيُّ: إِذَا وَرَدَ عَلَى إِنْسَانٍ كِتَابُ التَّحِيَّةِ أَوْ نَحْوُهَا يَنْبَغِي أَنْ يَرُدَّ الْجَوَابَ؛ لأَِنَّ الْكِتَابَ مِنَ الْغَائِبِ كَالسَّلاَمِ مِنَ الْحَاضِرِ (34/ 179)